دامریکی په ټولنی کي نژادی توپیرریښي یې ځغلولی دی
ژباړونکی : (عزیزاحمدخوارمل) 	ژباړونکی : (عزیزاحمدخوارمل)

په امریکا کې دبشري حقونودنقضولوپه هکله ګزارش

دامریکی په ټولنی کي نژادی توپیرریښي یې ځغلولی دی

دنړی دبشري حقونودټولنی دګزارشونوپربنسټ ،نژادی

توپیردامریکی په ټولنی کې په ژوره توګه ریښي یې ځغلولی دی!

   دانټرنیټ  منابعوڅخه

دبشری حقونودڅارګری ډلی په ګزارشونوکې چې په (۲۰۰۶)م کال کې یې خپورکړیدی دامریکی ترسپین پوټکونه رنګین پوټکی (تورپوټکی،ژړپوټکی اونورلګه کی)  عمومآبیوزلی،خواران،بی وزلي اوناداره خلک دی اودسپین پوټکوخلکو په پرتله په ډیرویجاړ اووران حالت او وضعیت کې ژوندترسره کوي  .

په امریکی کې دیوی سپین پوټکی کورنی منځني خالصه شتمنی په( ۲۰۰۲)م کال (۸۸) اته اتیازره ډالره ووچې (۱۱) چنده دیوی امریکای کورنی چې لاتینی ریښه لری ،او(۱۵)چنده دیوی افریقایی الاصل کورنی په پرتله زیات دی .  
په امریکی کی  دوژول سووتورپوټکوقیمت،بیعه اوارزښت دسپین پوټکو په پرتله (۵) پنځه چنده ټیټ دي،دایدزپه ناروغی اخته اوککړخلک په تورپوټکوکی (۱۰)چنده دسپین پوټکوپه پرتله دي،په تورپوټکی کې  په دیابت یا دشکری په ناروغي اخته کسان  دسپین پوټکوپه پرتله (۲) چنده دي .     
په امریکی کـې دخــوارانواولڅ لــپړوتورپوټکوشمیر (۳)چــنده ترسپین پوټکـودي دتورپوټکودعـمراوږد والی

 (۶) کاله لږتره ترسپین پوټکو دي .
په امریکی کی ټول لګه کې دکاراومسلک په لاسته راوړلواوپه پیداکولوکی هم دنژادی توپیرسره مخامخ دي.
په( ۲۰۰۳)م کال کی (۲۹۰۰۰)نهه ویشت زره دشکایتونوپیښی دکارپه سیموکښې دنژادی توپیرپه هکله دلګه کیوپه وړاندی دنورولخوا دامریکی دکاراوټولنیزوکمیسونونو ته  ورکړی سویدي د(۲۰۰۴)م کال دنوامبرپه میاشت کی دوزګارود(بیکاره) اوبی دندو تورپوټکوشمیر(۱۰،۸)په سلوکښې اودسپین پوټکوپه پرتله( ۴،۷ )په سلوکښې وه.

په امریکی کی دنړی د(۳۸) اته دیرشوهیوادونودکډوالودنوی ځوانانوپه وړاندی دغلامانو(برده ګانو)په څیر برخوردکیږی اونوکرپه ډول په کارګمارل سویدی ،او(۴۵)میلیونه خلک په امریکی نه سی کولای اوپه دی نه سی توانیدلی چې دخپل روغتیایې خرڅ اومصرف اونوروطبی اړتیاوواومسایلوپه هکله دپیسو ورکول په خپله غاړه نه سی اخیستلای اووه ورکولوته یې بل هیڅ کوم مدرک اوسپماهم نلری چې وريې کړی،له دی جملی نه (۷) اوه میلیونه یې افریقایي الاصل امریکاییان دی چی ددی هیواددوکړوپنځمه برخه افریقایي الاصل امریکاییان جوړه وي .       
دامریکی په ښوونځیوکښی داپارټاید پیښی اومسایل  چیغی اوناری وهی،یو(۱)کس دهر (۸)اتوکسانوله شمیر نه تورپوټکی دی چې په ښوونځی کی په لوست اوزده کړی بوخت دی چې (۹۹) نهه نهوي په سلوکښی په دوي کې تورپوټکی دي،یوپردریمه برخه زده کوونکی تورپوستکی په هغه ښوونځیوکې چې (۹۰)نهوی په سلوکی تورپوټکی دي، زده کړي کوي .         
دامریکی دلوړوزدکړو په لوړوموسساتواوپوهنتونوکښی نژادی توپیرپه دغوځایونوکښی ډیره ښه بڼه لري اوډول ډول څیري له ځان ښکاره کوي،دنژادی توپیرشعارونه دتورپوټکوپرخلاف دسپین پوټکولخوا،دلوړی والی لپاره دانځورونودخپرولو په وسیله ، ګواګی ددوی په هاندچې وایې موږتر دوی ،تر ( تورپوټکو اونورو لګه کیو)نه په ټولنه کی لوړاواوچت ځای لرو،اودبدوکلیماتواوپه چټیاتوویلواو دوسلوپه استعمالولو او په تهدیداتوسره چې اضافه تره تر(۷۴۸۹)اوه زره څلورسوه نهه اتیا-جنایي پیښی له نژادی نفرته  نه په(۲۰۰۴) م کال کی په قصدی اوعمدی توګه دتورپوټکوپه وړاندی ترسره شوی دی .         
دوه زره پنځه سوه اته څلویښت (۲۵۴۸) پیښی چې (۵۱،۴) په سلوکښی دغه جنایات دنژادی توپیر،نه په (۲۰۰۳) م کال کې ټوله دتورپوټکوپرضدعملی اورامنځه ته سوی دی .

د(۲۰۰۱)م کال دسپتامبرد(۱۱)ديوولسمی  یرغل نه وروسته ،او دامریکی دتیری نه پرعراق باندی (۱۰۱۹) یوزرونهولس  پپیښی دمسلمانانوپرضدپه( ۲۰۰۳)م کال کې  په امریکی کی  رامنځته سوی اوپلی سویدی  چې (۶۹) په سلوکې دتیرکال په پرتله زیاتې شوی دی چې لدی جملی نه (۲۲۱) پیښی دمسلمانانوپرضدپه کالیفرنیا کی په( ۲۰۰۳ )کال کې رامنځته سوی دی اودتیر کال په پرتله دري( ۳ )چنده زیات ښیی .     
نژادی توپیر په قضایی مسایلواوپیښوکی په قضایي شعباتواودمحکوموپه داویروکی،هم ډیر رامنځته سوی دی نودلګه کیومحکومیدل اووجیلونوته  ددوی وراچول دسپین پوټکوپه پرتله زیات او ډیردتوجووړ دی . 

دامریکی دعدلي دوزارت د (۲۰۰۴)م کال دنوامبردمیاشی دګزارش پربنسټ     اویا(۷۰)په سلوکښی دجلیخانی بندیان نورلګه کی دی نه سپین پوټکی،چې (۲۹)نهه ویشت  په سلوکی دتورپوټکونه حداقل یووارجیلخانی ته تللی دی اوبندیان سوی دی .       
دامریکی په ټولنی کې تورپوټکی (۱۲،۳)په سلوکی دهغی ټولنی وګړی جوړه وی ،مګرد(۲۰۰۳)م کال ترپای ته رسیدو پوری (۱،۴)میلیونه له بندیانونه چې تریوه کال نه اضافه تره په جلیخانو کې دبندموده یې تیرکړی دي (۴۴)په سلوکی تورپوټکی دي .     
  د سپتامبردیوولسمی(۱۱) نیټی دیرغل نه وروسته دهیواددننه امنیت،پلمه نیولی سوی دی،په ښکاره اوپه مختلفوډولونوسره هرڅه يې پردوی محدوده کړی دی ،دمثال په توګه دتیلیفونی خبروکنترول،پټی پلټنی،دپټواومحرمودوسیوجوړه ول اودهغوی نه بررسی ګانی اوپټی لیکنی ددوی په هکله، دپیسوپرراکړه ورکړه اودمالونوپروړلواوراوړلوباندی نظارت اوترنظرلاندی راوستل،په دی منځ کې اصلی خلک لګه کی قومونه،خارجیان دنوروهیوادونوڅخه راغلی کډوال دی چې په دی مسایلو کی زیانمن اوتاوانیان کیږی  .      
 د(۲۰۰۱ )م کال  دسپتامبردیوولسمی (۱۱)نیټی نه وروسته  شمیرنه څرګنده وي چې(۳۲) دوه دیرش میلیونه خلک ترپوښتنو اوګړویږنو لاندی راغلي دي اوله دوي نه بی ځایه اوبی بنسټه تحقیق اوپوښتنی سوي دي .

 چې (۴۷) په سلوکی ددی خلکو دجملی څخه افریقایی الاصل امریکاییان دی او یا هغه ښاریان دی چې لاتینی اویاداسیایی ریښی درلوونکی دی اودپوښتنوپه وروستیو لیکواوقطارکې ځای نیولی دی .        
 په امریکی کې دکډوالی بهیراوپروسه په زغرده توګه مخ پرزیاتیدودی،په( ۲۰۰۴ )م کال کې دامریکی دچارواکولخوا(۱۴۷۲۸۱)یوسلواوه څلویښت زره دوه سوه یواتیا-کسه کډوال بیرته وخپلوهیوادونه لیږل سوی ،استول شوی اودیپورت سویدی چې دغه شمیر(۸) اته  په سلوکښی ډیرتره، تر(۲۰۰۳ )م کاله  دی،دبی قانونه کډوالوپه وړاندی  دجنایت کارټاپه وهل کیږی اویا په بل نوم دیوی ملی بهیراوپروسی په توګه دامریکی په هیوادکې اوټولنی کې دغسی چلند ددوی په وړاندی رامنځته شویدی . /      

 


May 8th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی